ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر، د یوناما پخواني مشر او د جاپان سفیر سره لیدنه؛ د روغتیايي خدمتونو پر پراخېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یوناما پخواني مشر تادا میچي یاماموتو او د افغانستان لپاره د جاپان هېواد سفیر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د جاپان هېواد د مرستو او همکارۍ اړوند خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د یاد هېواد له لوري د ترسره شویو مرستو په موخه مننه کړې او د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو پراخېدو برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې.

له بل لوري د یاد هېواد استازو د روغتیا په برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ څرګند کړی.