ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د علم زده کړه او د هغه ارزښت/ درېیمه برخه

د علم زده کړه او د هغه ارزښت/ لیکوال: فاني في الله فاضل

په اسلام کې د عمر ارزښت :

تر هر څه وړاندي د خپل ژوند او عمر په قدر او ارزښت ځان پوهول اړین دي، ځکه تر څو د خپل ګران بيه عمر ارزښت ونه پېژنو تر هغو يې په سم او ضروري لارو چارو کې نه شو تيرولای، تل به دا بې مثله سرمايه همداسې په بې ځایه څيزونو له لاسه راڅخه ځي.

بايد ووايو چې موږ  دعمر غوندې ستره سرمايه په سم ډول نه ده خوندي کړې، خپل قيمتي او ګران بيه د ژوند ورځې او شپې مو په هغه ډول نه دي مصرف کړې لکه څنګه چې يې حق دی. زيات وختونه مو په بې ځايه مجلسونو، عبثو ناستو او داسي ګرځېدو او کارونو تېروو چې له هر رنګه ديني او دنيوي ګټو څخه خالي وي، حال دا چې عمر يو داسي قيمتي او بې مثله سرمايه ده چې هره برخه يې تيره شوه بيا نه راګرځي او نه يې کوم بدیل شته.

 خو نادره داده چې موږ هلته رابيداره شړ چې هر څه مو له لاسه وتلي وي، هغه وخت پوه شو چې اوبه تر ورخ تېرې وي، بيا نه افسوس ګټه کوي او نه فرياد.

که موږ وغواړو چې خپل ژوند قيمتي کړو او په هغه څه کې يې مصرف کړو چې الله تعالی د هغه لپاره راکړی، نو اړینه ده چې په دې اړه د قرانکريم اومبارکو احاديثو لارښووني وګورو او همدارنګه په دې اړه د خپلو تېرو بزرګانو، علماوو او اسلافو کيسې ولولو، وګورو چې دوئ په څه ډول او څومره د وخت ساتنه کوله.

نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي: « نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فيهما کثيرٌ مِنَ الناسِ : الصحة والفراغ».

يعني؛ دوه نعمتونه دي چې ډير خلګ د هغه په اړه تاواني او زيانمن شوي، چې هغه صحت ( روغ بدن ) او فراغت دی.

انسان که روغ بدن ولري خو د ژوند مشکلات او تکليفونو څخه فارغ نه وي او کله فراغت ولري خو بدن يې ملګرتيا ورسره نه کوي، مريض وي يا کوم بله بدني ستونزه ولري او کله چې انسان روغتيا او فراغت ولري  نو دا هغه ستر نعمتونه دي چي کوم بديل نلري،  نو لازمه ده چي دالله تعالی په شکر، ذکر، طاعت او عبادت او د مسلمانو په خدمت او خپلو ورځني ضروري چارو کي مصرف شي.

 د قيامت په ورځ به د انسان قدمونه تر هغه له خپله ځايه ونه خوځي تر څو د څلورو شيانو په اړه ونه پوښتل شي: دعمر په اړه به پوښتل کېږي چې په څه که يې تېر کړی. دهغه د جسد او بدن په اړه پوښتل کېږي چې په څه که يې زوړ کړی، له علمه به پوښتل کېږي چي څومره عمل يې پرې کړی، له ماله به پوښتل کېږي چې له کومه يې اخيستی او چيرته يې خرچ کړی.

لكه په يوه مبارک حديث کې چې راغلي دي:

– په يوه بل حديث کې  د اسلام ستر لارښود ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايي : « غْتَنِمْ خَمْسًا قبلَ خَمْسٍ: شبابَكَ قبلَ هَرَمِكَ، وصِحَّتَكَ قبلَ سَقَمِكَ، وغِناءكَ قبلَ فَقْرِكَ، وفَراغَكَ قبلَ شُغلِكَ، وحياتَكَ قبلَ موتِكَ . [أخرجه الحاكم في المستدرك ] .

يعنې؛ پینځه شيان د پینځو نورو تر راتګ مخکې غنيمت وګڼه؛ ځواني تر سپين ږيرتوب وړاندې، صحت تر رنځ  وړاندې، شتمني تر فقيري وړاندې، بيکاري تربوختيا وړاندې او ژوند تر مرګ وړاندې.

دا ځکه چي په دغو څلورو څيزونو کې چې هر يو تېر شو بيا نه شي راګرځېدی او نه يې په يو ډول تدارک کيدلای شي.

– جليل القدره صحابي عبدالله بن مسعود( رضی الله عنه) فرمايلي  چې زه

په هېڅ شي دومره نه يم پښيمانه شوی څومره چې په هغي ورځي پښېمان شوی  يم چي لمر يې ولويد، عمر مې پکې کم شو او عمل مې زيات نه شو. [ قيمة الزمن عندالعلماء ] .

– حضرت حمادبن سلمه رحمه الله تعالی)  يو مشهور محدث دی د هغه په هکله يې شاګرد عبدالرحمن بن مهدي وايي، چې که  حماد بن سلمه ته ويل شوي وای چې ته سبا مرې نو په دې به نه وی توانېدلی چې خپل عبادت کې زياتوالی وکړي [ قيمة الزمن عندالعلماء۲۷ ] .

 خليل بن احمد البصري ( رحمه الله تعالی ) فرمايي: « أثقل الساعات علي ساعة آکل فيها  » .

يعنې؛ ډير دروند سات پر ما هغه دی چې زه په کي ډوډۍ خورم. یعنې؛ کاش چې همدې وخت کې هم د علم په زده کړه او دا راز د مسلمانانو په خدمت بوخت وای.