د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، UNDP ، ګاوي ادارې، USAID او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو له استازو سره انلاین غونډه کړې.
په دې غونډه کې د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو، په روغتیايي برخو کې د مرستو او دومدارې همکارۍ خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یادو ادارو مرسته اړینه ګڼلې او ورڅخه یې د دومداره همکاریو غوښتنه کړې.
همداراز په غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یادو ادارو استازو د روغتیا په برخه کې د مرستو او دومداره همکاریو ډاډ څرګند کړی.