د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش فریدون سینیرلي سره لیدنه کړې.
د غونډې په پیل کې فریدون سینیرلي ویلي، چې نړيواله ټولنه افغانستان سره ښې اړيکې غواړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کلونو وروسته امنيت ټينګ شوى او د فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوى دى.
ښاغلي فریدون د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او نړۍ تر منځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش ویلي؛ افغانستان یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته یې غړیتوب ترلاسه کړ او د افغانستان څوکۍ د ملګرو ملتونو له لومړنیو څوکیو څخه ده.
فریدون سینیرلي بشري حقونه د ټولو انسانانو اساسي حقونه بللي او ویلي یې دي، چې په دې اړه دې د ملګرو ملتونو اندېښنو ته پاملرنه وشي.
ښاغلي حقاني د دوی راتګ نیک اقدام بللی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل د تېر شل کلن اشغال سیوری پروت دی او په یوه ډول د هغې زمانې د سیاست دوام دی چې مونږ یې ګټمن نه بولو.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې پوره هڅه کړې او خپل مسؤلیت یې ادا کړی او نړیواله ټولنه هم باید د بدیل معیشت په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
خلیفه صاحب د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او د دښمنانو هڅې یې ناکامې بللې او زیاته کړې یې ده، چې داعش جګړه مار په افغانستان کې علناً وجود نه لري او د دې پدیدې ډېر یادول او غټ ښودل هغو ته تبلیغ کول دي چې باید ډډه ترې وشي.
په پای کې ښاغلي سینیرلي د تښتول شوي ترکي انجنیر د چټک راخلاصون له امله مننه کړې ده.