ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لمانځه د اقامې په تړاو د عالیقدر امرالمؤمنین حفظه‌الله فرمان

د اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په یوه فرمان کې ویلي، امارتي مسولین او منسوبین شرعاً مکلف دي، چې په خپل لمانځه پابند وي او په ټاکل شويو وختونو کې لمونځ له جماعت سره اقامه کړي.

دې فرمان کې راغلي؛ که امارتي منسوب او یا مسول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره ادا نه کړي په لومړي قدم کې د اړوند وزارت یا ادارې د دعوت او ارشاد مسولینو له لوري ورته توصیه کیږي او د تکرار په صورت کې د اړوند وزارت یا ادارې مسول ته ورپېژندل کيږي.

د یاد فرمان پر اساس؛ اړوند وزارت یا اداره موظف ده، چې د جماعت د لمانځه تارک له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي. دغه راز دې فرمان کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف بلل شوی، چې د لمانځه د اقامې په تړاو په فرمان کې ذکر شوې ضمیمې خلکو ته په مکرر ډول بیان کړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان په ضمیمو کې په سمه طریقه د لمانځه د ادا کولو په هکله خلکو ته لازمې توصیې کړې دي.