ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوې.

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړي دي.

وروسته د پوهنې، لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو اړوندو موضوعات په هر اړخيز ډول ارزول شوي او په دې برخه کې اړینې پریکړې شوې دي.

د غونډې په پای کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د بديل معيشت او د کرنيزو محصولاتو د ارزښت زنځير لوړولو د پینځه کلن پلان طرحې د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې.