د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په پیل کې ښاغلي فریدون هادي سينيرلي اوغلو ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې جنګ ختم شوی او دا دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت په ټول هیواد واکمن او سوله او ثبات پکې رامنځته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د امنیت د تامین، فساد ضد مبارزې او نشه یې توکو د لمنځه وړلو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي، چې نړیواله ټوله یې قدردانی کوي او چارې یې له نږدې څاري.
ښاغلي فريدون ویلي، چې نړیواله ټولنه غواړي اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري.
د نوموړي په وینا؛ افغانستان په سیمه کې د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سترو سیمه ييزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري، له دې امله په افغانستان کې داخلي ثبات او د امنیت تامین زیات ارزښت لري.
ښاغلي فریدون هادي سينيرلي اوغلو زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د داخلي امنیت د ټینګښټ ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د ښو روابطو جوړولو ته ارزښت ورکوي او غواړي د افغانستان د داخلي امنیت تامین او ثبات همداسې دوام ومومي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان د ملګرو ملتونو د لومړنیو فعالو غړو هېوادونو له ډلې بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان د دې سازمان د تاسیس په دویم کال د یاد سازمان غړیتوب ترلاسه کړی او غواړي په راتلونکي کې هم د هېوادنیو ګټو په نظر کې نیولو سره ددې سازمان ژمن او فعال غړی واوسي.
محترم مولوي عبدالکبیر د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول ته د قدر په سترګه ګوري او د دوی د مثبت رول لاپیاوړتیا غواړي ویلي، چې موږ د امنیت شورا وروستۍ ناستې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې یې پرمثبتو بدلونونو اعتراف کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې مثبت تعامل غواړي او هیله من دی چې تاسو د دې تعامل لپاره لاره هواره کړئ.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت په نړیوالو رقابتونو او سیاستونو کې ناپییلی دریځ لري او هېڅکله به د یو اړخ د خوشحالولو لپاره د بل اړخ پر ضد دریځ ونه نیسي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان کې امنیت تامین، د نشهيي توکو تولید او قاچاق بند شوی، د جنایي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې او لله الحمد افغانان په پوره ډاډ سره په خپل هېواد کې ژوند کوي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، په اوسني نظام کې زموږ سره د افغانستان د هر قوم او ولایت خلک په لوړو او ټيټو بستونو کې کار کوي او هڅه کوو چې لازیات متخصص او هېواد ته ژمن خلک په خپله اداره کې ځای پر ځای کړو.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ اسلامي امارت هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او په دې اړه موجودې بې بنسټه ادعاوې په کلکه ردوو.