د ملي دفاع وزارت ویلي؛ مولوي محمد یعقوب مجاهد پروان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له علماوو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د یاد ولایت د خلکو او ولس ستونزې له نږدې اورېدلي او ویلي يې دي، اسلامي امارت په هر ډول حالاتو کې ستاسي په خدمت کې دی او ستونزو ته مو رسېدنه کوي.
نوموړي همداراز د یاد ولایت علماوو او قومي مشرانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.