ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر او د افغانستان لپاره د برطانیې شارژدافیر لیدنه؛ د افغانستان روغتیايي سیستم په لا پیاوړتیا خبرې شوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برطانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیستم سره د مرستو، د روږدو ناروغانو د درملنې، د مور او ماشوم روغتیا په برخه کې د همکارۍ او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب په اړه خبرې شوې دي.

 د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د ګڼ شمېر روږدو ناروغانو درملنه کړې او اوس هم په مرکز کابل او ولایتي روږدو درملنې مرکزونو کې ګڼ شمېر روږدي د درملنې لاندې دي.

نوموړي همداراز د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه ګڼلې او د یاد هېواد له شارژدافیر څخه په دې برخه کې د مرستو د جلب غوښتنه کړې.

 د یاد هېواد شارژدافیر په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ته په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.