د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د اسد میاشتې په۲۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې چې د بهرنیو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیرانو او د برېښنا شرکت رییس په شتون کې د نیمروز ولایت د علماوو شورا غړو سره لیدنه کړې.
د نیمروز ولایت علماوو شورا غړو په هېواد کې د راغلي امنیت ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ د نیمروز ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي.
دوی د نیمروز مرکز زرنج سربېره لرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا رسول، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، په زرنج کې د مخابراتي شبکو تقویه او لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو پراختیا، د کرنې لپاره د ضرورت وړ اوبو برابرول او سرحدي ستونزو ته یې د رسېدنې ترڅنګ ځینې نورې ستونزې هم د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، اوسمهال په هېواد کې په بېلا بېلو سکټورونو کې پروژې پیل او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ له څه باندې څلور لسیزو وروسته د هېواد د ابادۍ زمینه برابره شوې، خو ډېرې ستونزې په میراث را پاتې دي چې ټولو ته رسېدنه وخت او امکاناتو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوي، چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو به په تدریج سره ټولې ستونزې حل شي.
د ښاغلي برادر اخوند په شتون کې د نیمروز ولایت علماوو شورا غړو له لوري شریکې شوې ستونزې اړوندو وزارتونو او ادارو ته راجع شوي او له هغوی څخه غوښتنه شوې، چې د شته امکاناتو څخه پر استفادې دې یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.