ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د ملت او حکومت تر منځ واټن له منځه تللی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسواليو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.
د شينوارو ولسواليو قومي مشرانو او علماوو د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې د ښوونځيو او روغتیايي کلینیکونو د رغولو او نور اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اسلامي امارت په استازولۍ د شینوارو په ګډون د ننګرهار ولايت له ټولو ورونو قومونو مننه کوو، چې تل یې د نظام د ټينګښت په برخه کې همکاري کړې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د ملت او حکومت تر منځ واټن له منځه تللی او حکومت مکلف دی، چې د ولسونو ستونزې واوري او د حل لپاره یې پر وخت اقدام وکړي.
په پای کې مولوي عبدالکبیر د شینوارو د قومي مشرانو د وړاندېزونه عملي کولو په برخه کې اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي.