د زمري ۲۴مه د هېواد په تاریخ کې یو زرین باب دی. درې کاله وړاندې د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه امریکايي اشغال پای ته ورسېد او په هېواد یو ځل بیا د خپلواکۍ لمر راوخوت.
دا ورځ افغانان د یوې ویاړلې او تاریخې ورځې په نوم یادوي او وايي، چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د زور زیاتي، فساد او ناخوالو ټغر ټول شو او هېوادوالو مو یو ځل بیا د امن په فضا کې د ارام ساه واخیسته.
افغانان د دې تاریخي ورځې په تړاو بېلابېلې خاطرې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
د کابل پوهنتون یو زدهکړیال د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د فتحې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وايي؛ پیاوړو افغان مجاهدینو د ناټو هغه ځواک، چې نړۍ یې له ویرې په لړزه وه په ګونډو کړ او دغه ستره بریا یې ترلاسه کړه.
یو هېوادوال پخپلو خاطرو کې د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ د ټولو افغانانو ویاړ ګڼي.
یو بل افغان وايي: “د اسلامي امارت له بیاواکمنیدو وروسته د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي شوي.”
یو هېوادوال پخپلو اندونو او خاطرو کې وايي: “په دې ورځ د حق په راتګ سره باطل ماتې وخوړه.”
یو هېوادوال وايي: د زمري په ۲۴مه د ظلم او تېري ورځې پای ته ورسېدې.
تاسې هم خپلې خاطرې په غږیزه او انځوریزه بڼه له موږ سره شریکې کړئ، ترڅو له مليتلویزیون او ټولنیزو پاڼو څخه خپرې شي.