د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت له ولسوالانو سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې د کابل ولسوالانو د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال ته د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې اداري چارې په عادي ډول پر مخ وړل کېږي او د امنیتي ادارو په همغږۍ لويې لاسته راوړنې لري.
ولسوالانو زیاته کړې له ولسونو سره د همغږۍ ګڼې ناستې جوړې شوي او د اړتیا په صورت کې د خلکو سلا مشورو ته پاملرنه کوي او په ټولو ولسوالیو کې د امنیت ټينګښت هر اړخیزې هڅې کوي.
د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال ښې حکومتولۍ ته په اشارې ویلي، چې د هېوادوالو ستونزې او غوښتنې واوري او حل لپاره یې اړوندو چارواکوته ورسوي.
مولوي عبدالکبیر زياته کړې، چې د کابل ښار امنیت له ولسوالیو سره تړلی دی، نوموړي له ولسوالانو غوښتي، چې مرکزي ادارو سره دې همغږي زياته کړي او د چارو اغېزمنتيا ته دې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالکبیر: ولسوالان دې د هېوادوالو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي
