د عامې روغتیا وزارت له لوري د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړلو او د روزنیزو ټریننګونو او زده کړه ييزې اړتيا سنجونې په موخه د ملکي خدمتونو له انسټېټيوټ سره د همغږۍ غونډه ترسره شوې.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې لوی رییس مفتي شهزاد نور راشد، د ملکي خدمتونو انسټېټيوټ استازو، د وزارت مرکزي رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د اداري او روغتیايي برخې کارکوونکو د ظرفیت لوړلو پر اهمیت د غونډې ګډونوالو ته وینا کړې او په سمه توګه یې د چارو پر مخ وړلو لپاره هغوۍ ته د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول اړین ګڼلي دي.
له بلخوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې لوی رییس مفتي شهزاد نور راشد د غونډې ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې ژمنه کړې، چې د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته به د ظرفیت لوړولو په موخه په اړوندو برخو کې بېلا بېلې روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي؛ ترڅو د اړوندو برخو په چارو کې لا اسانتیا رامنځته او په ادارو کې د کارونو د چټکتیا سبب شي.