ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر ایراني پانګوالو سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ایراني پانګوالو سره.

د دغه لیدنې پر مهال ایراني پانګوالو په افغانستان کې د اوسپنې کانونو ایستنې او پروسس، د لمریزې برېښنا د تولید، د سړک او رېل پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي کارخونو رامنځته کولو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

ایراني پانګوالو همداراز ویلي؛ افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي څو په یادو برخو کې پانګونه ترسره، خپلې تجربې شریکې او د ظرفیت لوړولو په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او دوی ته یې په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، اړوند وزارتونه او ادارې به په خپلو برخو کې له دوی سره بشپړه همکاري او له نېږدې کار وکړي.