ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د درې هېوادونو ترمنځ د بډمېنټون سیالۍ پیل شوې

د افغانستان اولمپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې لوی ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د کوربه افغانستان، روسیې او پاکستان ترمنځ د بډمېنټون درې اړخیزې سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې له ګډون‌کوونکیو هېوادونو څخه ۲۴ تنه لوبغاړو ونډه اخیستې، چې د درېیو ورځو په موده کې به په دوه کسیزه او څلور کسیزه بڼو کې خپل بخت وازمايي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په څلور کسیزه بڼه وشوه، چې پایله کې ۲۳ ـ ۲۱ او ۲۱ ـ ۱۸ د میلمه لوبډلې په ګټه پای ‌ته ورسېده.