د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د پخوانۍ ادارې له یو شمېر جنرالانو، د قول اردو قومندانانو، افسرانو، رییسانو او نظامي مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی متقاعد جنرال شعور ګل پښتون او د نظامي متقاعدینو ټولنې رییس افندي سنګر ویلي؛ تر شلو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی، چې له کومې امنیتي پېښې پرته د اختر مراسم په ټول هېواد کې په امن او ارامۍ ترسره شول.
هغوی په ټول هېواد او په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د امنیت تامین له امله د اسلامي امارت د امنیتي بنسټونو له مسوولینو مننه کړې او په مختلفو برخو کې یې د هر دول همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
همداراز هغوی په مختلفو برخو په ځانګړي ډول متقاعدینو ته د معاشونو ورکړې، بې سرنوشته افسرانو لپاره د احتیاط حاضرۍ ترتیب، د رهبرۍ کمېټې منظوري او هغو ته د امکاناتو برابرولو په اړه خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.
ښاغلي شعور ګل پښتون او افندي سنګر ویلي؛ پخواني نظامیان تیار دي، چې په هره برخه کې خپلې تجربې او معلومات له اوسني نظام سره شریک کړي، ترڅو د مسلکي افرادو د تربیې په برخه کې ګټور واقع شي.
وروسته مولوي عبدالکبیر له یادو نظامیانو سره په لیدلو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې له شلو کلونو هڅو وروسته اشغال پای ته رسېدلی او د افغانستان باعزته خلکو د ډېرو قربانیو په بدل کې اسلامي نظام حاکم کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له نړۍ سره د تعامل او په هېواد کې د مهمو عمراني پروژو تطبیق لپاره کار روان دی او ستاسو ستونزو ته به هم رسیدنه وشي.
د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري عمومي بښنې ته په پام، هېڅوک حق نه لري کوم څوک ازار او زیان ورته ورسوي او د افغانستان اسلامي امارت دروازه د ټولو پرمخ پرانېستې ده.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د هڅو په پایله کې د پخوانۍ ادارې ګڼ ملکي او نظامي چارواکي بېرته هېواد ته را ستانه شوي او هغوی له کومې ستونزې پرته خپل ژوند کوي، خو له بده مرغه مغرض افراد او رسنۍ داسې تبلیغات کوي چې ګنې د پخوانۍ ادارې کارکوونکي ځورول کېږي، چې هېڅ حقیقت نه لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د خپلو خبرو پای کې ویلي، چې اوس افغانستان یو ازاد، خپلواک او ټولو افغانانو ته د امن کور دی او د افغانستان مختلف قشرونه باید د هېواد د ابادۍ او د اسلامي نظام د استحکام لپاره هڅې وکړي.