خپلواکي د الله ج یو لوی نعمت او د هېوادونو د پرمختګ اساس دی.
د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره، چې امریکايي اشغال پای ته ورسېد، افغانان یو ځل بیا له دې ستر الهي نعمت څخه برخمن شول.
د مشرتابه عالي مقام د لارښوونې پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ نورو ګڼو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د اسد ۲۴مه د فتحې د ورځې نمانځلو په ویاړ لازمي تدابیر ونیول شي او له ولسي وګړو سره یوځای د خپلواکۍ او فتحې جشن د یوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځي.
ننګرهار
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس قاري احسان الله ساجد د جلال اباد ښاروال عبدالرزاق ضیایي سره د اسد ۲۴مې له امریکایي اشغال څخه د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ورځې د ښه چمتووالي په موخه ناسته کړې.
په دې ناسته کې د نمانځنې مراسمو په ښه ترسراوي، په ښار کې د عامه لیکنو په ارزښت، بیرغونو په نصب ، د روښنایي سستم په فعالولو او نورو خدماتي چارو خبرې او پریکړې شوي، همدا رانګه په ناسته کې د اسد ۲۴مې ورځې د نمانځنې لپاره بېلا بېل پروګرامونه چې له وړاندې ترتیب شوي دي خبرې او هوکړې شوې دي.
ټاکل شوې په یاد ولایت کې سږ کال به د اسد ۲۴مه، له امریکایي اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته ګټلو په مناسبت په ځانګړو مراسمو راتلونکې چهار شنبه د شهید معلم اول ګل په لوبغالي کې د مازیګر لمانځه څخه روسته په ځانګړو پروګرامونو سره ونمانځل شي.
میدان وردګ
همداراز په میدان وردګ ولایت کې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ د اسد ۲۴ ورځې لپاره مشورتي غونډه تر سره شوې.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي حبيب الله مجاهد د کمېټې غړو ته سپارل شوې دندې او مسوليتونه بيان کړي او ویلي يي دي، د چهارشنبې په ورځ به د غازي امان الله خان په سټیډیوم کې د آزادۍ ورځ ونمانځل شي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سلګونه بيرغونه او ګڼ شمېر بینرونه ترتيب کړي، د آزادۍ په پار په دیوالونو شعارونه ليکل کيږي او دغې ورځې ته په پراخه کچه پدې ولایت کې تیاری روان دی.
هېره د نه وي چې په دې ورځ کې به د ويناوو ترڅنګ تمثیلي ټوټې، ترانې او شعرونه، سپورتي نمایشونه او د مجاهدينو ریژه مراسم وړاندې شي.
پکتیکا کې هم د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې ولایت اسلامپاله قلموالو او ځوانانو سره د خپلواکۍ ورځې نمانځلو په پار د لا ښې همغږۍ ناسته کړې.
پکتیکا
د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور رییس ملا محمد امین حذیفه او د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب د دې ولایت اسلامپاله قلموالو او ځوانانو سره د خپلواکۍ د درېیمې کلیزې نمانځلو په پار د لا سمې همغږۍ په موخه مشورتي ناسته کړې، څو دغه ویاړلې ورځ په خوندورو مراسمو سره ونمانځل شي.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې ملا محمد امین حذیفه ویلي؛ د امریـکا او غربــي نړۍ د ماتـې، د اشــغال د خاتمې او د هېواد د بریمنې فتــحې درېیمې کلیزې نمانځلو په مناسبت به یو بل ته لاس ورکوو، څو دغه ورځ په یو لړ شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
اسلامپاله قلموالو او ځوانانو د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو او په ټوله کې ټولې ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړی، چې د دې ورځې په مراسمو کې به هیڅ ډول ځان سپمونه نه کوي، ځکه د دې بریمنې فتحې ویاړ او لاسته راوړنې، د دوی ویاړ او لاسته راوړنې دي.
خوست
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس د خپلواکۍ د ورځې نمانځنې په اړه د رسنيو د نشراتو په موخه د رسنیو له مشرانو سره لیدنه کړې.
ناسته کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شبیر احمد عثماني د بېلا بېلو غږیزو او انځوریزو رسنیو له مشرانو او استازو سره په خبرو کې ویلي؛ د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت دې د رسنیو ټولې خپرونې او نشرات دې یادې ورځې ته ځانګړې شي، او د ځانګړو خپرونو او پیغامونو له لارې دې ولس ته د ازادۍ او خپلواکۍ اهمیت او ارزښت ور وپېژندل شي.
همدا شان نوموړي سپارښتنه کړې، چې رسنۍ دې د زمري په ۲۴ مه د کېدونکو غونډو، نمانځنو او مشاعرو منظم ژوندی خبرې پوښښ وکړي.
د رسنیو استازو هم له خپله اړخه د ډول ډول پروګرامونو، خپرونو، پیغامونو حماسي ترانو د چمتو کولو او نشرولو او په ټوله کې یادې ورځې ته د خپلو نشراتو د ځانګړي کولو ډاډ ورکړی دی.
لغمان
د ناستو په دوام د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اسد ۲۴ مې د غربي ښکېلاک د ماتې او د ازادۍ جشن د ښه نمانځلو په پار اداري غونډه کړې.
په دې غونډه کې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي د دغې ورځې اړوند معلومات ورکړي او د مرکزي ادارې پیغامونه یې شریک کړي دي.
نوموړي د غونډې د نظم، اجنډا، ویناوالو او د ستیج چارو سم پرمخ وړلو په اړه ویلي؛ د غونډې د ورځې پر مهال باید د مشرانو، مسولینو او هرې ډلې ځای معلوم وي، له ولسوالیو او نورو سیمو چې مجاهدین یا نور مشران راځي باید د ستیج مسولین یې ګډونوالو ته معلومات ورکړي، د اداري ټولو کارمندان باید د غونډې د ښه ترسره کولو لپاره زیار وباسي.
وروسته د کلتور او ګرځندوی، اطلاعاتو او ځوانانو چارو امرینو هم د کمیټو د ټاکنو، د غونډې د نظم او ښه ترسراوي په اړه خبرې کړي او ژمنه یې کړې، چې د دې ورځې د ښه نمانځلو په موخه به پوره پوره هڅه کوي.
کونړ
د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د اسد ۲۴ مې ورځې لپاره مشورتي غونډه کړې.
په دې غونډه کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريس مولوي نجیب الله حنیف د کار د ښه ترسره کېدو په موخه څو کمېټې جوړې کړې او ورته یې خپل مسوليتونه سپارلي دي.
نوموړي ویلي، د چهارشنبې په ورځ به په دې ولایت کې د ولسونو له لورې په جوش سره د ازادۍ ورځ ونمانځل شي.
ښاغلي حنفي ویلي؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست سلګونه بيرغونه او ګڼ شمېر بینرونه ترتيب کړي، د ازادۍ په پار په دیوالونو شعارونه ليکل کيږي او دغې ورځې ته په پراخه کچه پدې ولایت کې ترتيبات روان دي.
کندوز
کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیعالله روحاني په لارښوونه د دغه ریاست کارکوونکو لخوا د ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ازادۍ ورځې په وياړ شعارونه، بیرغونه او د دې ورځي په مناسبت په بېلا بېلو برخو کې په منظمه توګه هلي ځلی روانې دې.
مطیعالله روحاني په دې اړه ویلي، دا ورځ له مهمو ورځو څخه ده، چې نمانځل یې ولسونو لپاره یو ستر ویاړ ده.
نوموړي زیاته کړې، څلور لسیزې وروسته اوس مو هېواد د سولې او سراسري امنیت شاهد دی په همدې اساس باید له دې ورځې څخه په ښه توګه لمانځنه وشي.
ښاغلي روحاني ویلي؛ د اسد په ۲۴ مه ګران هېواد مو له اشغال خلاص شو او اوسمهال پتمن او دردېدلی ولس مو په ډاډمنې فضا او په امنیت کې شپې او ورځې تېروي.
د یادوني وړ ده، چې د کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو د دغې ورځې په مناسبت هرې برخې ته چې څنګه اړتیا وي باید پوره چمتوالی نیولی، ترڅو دا ورځ په ښه توګه او ځانګړو ګړو مراسمو سره ونمانځل شي.
په دې ولایت کې به راروانه چهارشنبه د زمري (اسد) ۲۴ مه د اسلامي امارت ۳ یمه کلیزه به د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.