ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: په عامه او خصوصي سکټور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو نن (سې‌شنبه، د زمري ۲۳مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې تشریح او له رسنیو سره شریکې کړې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو په دې خبري کنفرانس کې ویلي؛ تېر کال په عامه او خصوصي سکټور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې، چې له جملې یې ۱۴۹۸ پروژې او فعالیتونه تایید او چاپېریالي اجازه لیک یې ترلاسه کړی او پاتې ۲۲ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي دي.

همدارنګه د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د ۵۸.۷ میلیون ډالرو په ټولییز ارزښت د ۱۰ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

یادو مسولینو زیاته کړې، چې له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ابرېزو او اوبو سرچینو د پروژې، د کاربن کمو او مناسبو طریقو د پیاوړتیا، د چاپېریالي څېړنیز فارم جوړولو، د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین او د اقلیمي بدلون زیانمنتیا د ارزونې طرحو چمتو کول، اقلیمي بدلونونو ته د ځواب ویلو پروژې لپاره د مالي سرچینو منظوري اخیستل، د ژوند بڼو له جدید التاسیس صندوق څخه د ۱.۱۶ میلیونه ډالرو مالي ژمنه ترلاسه کول او د ملي پروګرامونو او طرحو په پراختیا کې برخه اخیستل؛ په تېر یوه کال کې د دې ادارې له عمده لاسته راوړنو څخه دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مسولینو په وینا؛ د موندنو په اساس دتودوخې زیاتوالي، پرله پسې وچکالۍ، د موسمي سېلابونو راوتلو، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو زیاتوالي، داخلي کډوالیو، د ځمکو او ځنګلونو تخریب او اقلیمي بدلون؛ ناوړه پایلې درلودې چې زمونږ د هېوادوالو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

دغه‌راز د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یادې ادارې په دوامداره ډول هڅه کړې، تر څو نړیواله ټولنه قانع کړي، چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره تړاو نه لري او باید د بشري او ټولنیزې ستونزې په توګه ورته وکتل شي.

د دې تر څنګ افغانستان دې د (COP-29) نړیوال کنفرانس ته، چې سږکال به په اذربایجان هېواد کې جوړ شي، په رسمي ډول ور وبلل شي، تر څو په ریښتیني ډول د افغانستان او زیانمنونکو افغانانو استازیتوب وکړي او د هغوی د حقونو ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو پام افغانستان ته را واړوي.

د بند امیر ملي پارک، د پکتیا مندهیر، د بدخشان واخان او د کول حشمت خان په څېر د ساتل شویو ساحو له فزیکي او بیولوژیکي وضعیت څخه څارنه، د نورستان د ملي پارک د بایوفزیکي او اجتماعي سروې پیلول، د ۱۷۲۱۶ مختلف النوع مرغانو او ۲۵ وحشي حیواناتو د قاچاق مخنیوی او په بلخ او فراه ولایتونو کې د ندالشبأ او الغرافه د وحشي حیواناتو د نسلګرۍ له فارمونو څخه څارنه؛ په وروستي یوه کال کې د دې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې؛ د چاپېریالي ککړتیاوو کمولو او مخنیوي په موخه، په ټولییز ډول د ښارګوټو، لوړپوړیزه ودانیو، د ودونو تالارونو، فابریکو، د خښتو بټیو، رېګرېشنونو او مختلفو اصنافو له ۲۲۳۲۸ فعالیتونو څخه څارنه شوې، چې له جملې یې ۱۴۸۲۵ فعالیتونه له چاپېریالي معیارونو سره برابر پېژندل شوي، ۱۵۸۱ فعالیتونه اصلاح او د ۲۸۴۹ نورو فعالیتونو د اصلاح لپاره اړینې سپارښتنې شوي دي.

همدارنګه په تېر کال کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د چاپېریالي پروژو د تطبیق په موخه، له غیرې امارتي موسسو سره د همکارۍ پینځه تفاهم‌لیکونه لاسلیک او له تطبیق څخه یې څارنه شوې ده.

مسولین وايي، چې د ادارې د ۶ تقنیني او پالېسۍ سندونو بیاکتنه او تعدیل، د امارتي ادارو په ۱۳ تقنیني او پالېسۍ سندونو کې د چاپېریالي موضوعاتو شاملول، د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ نوي کول، د پینځه کلن پراختیایي پروګرام او د مرکز او ولایتونو لپاره د ۴۷ عملیاتي پلانونو چمتو کول؛ په تېر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نور فعالیتونه دي.