ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه؛ په یو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

د اقتصادي کمیسیون په نوبتي غونډه کې. چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف د عوایدو د زیاتوالي پر طرحه، د کارګرانو ملي اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغه اتحادیې د اساسنامې پر تعدیل او د مدیره هیئت پر ټاکنه، د سنايي غزنوي ښارګوټي د پاتې چارو پر پيل او د یوشمېر نورو موضوعاتو د تعقیبي راپورونو په اړه بحثونه وشول.

په یاده غونډه کې چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د اقتصادي کمیسیون د نظرونو او د دغه کمیسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او یاد وزارت ته سپارښتنه وشوه، تر څو ملي ارشیف ته د خلکو د راجلبولو په موخه په اعلاناتو او تشویقي پروګرامونو او همدارنګه لیدونکو او متقاضیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي کار وکړي.

همدارنګه د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د شته حکمونو او فرمانونو په رڼا کې دې د کارګرانو ملي اتحادیې اساسنامه تعدیل، د جواز ستونزه یې حل او په اساسنامه کې دې د جایدادونو برخلیک روښانه کړي او خپل راپور دې په ټاکل شوې نېټه اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

همداراز د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ د اړوندو وزارتونو له استازو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د خصوصي شرکتونو د وړاندیزونو په ګډون د سنايي غزنوي ښارګوټي ټول تخنیکي اړخونه په هراړخیزه توګه وڅېړي او خپل راپور دې په ټاکل شوې نېټه اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمیسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.