د حج او اوقافو سرپرست وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رییس شیخ الحدیث دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو مشر ښاغلي دوکتور علي ارباش په رسمي بلنه په هغه غونډه کې ګډون کړې، چې د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې د ترکیې هېواد د بعثې په مقر کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ښاغلي ثاقب تر څنګ د ګڼو هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو ګډون درلود.
د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو له مشر سره په ګډوهمکاریو، د دیني او کلتوري اړیکو په ټینګولو، او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادلې خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ دواړو مشرانو د حج په برخه کې د خپلو تجربو په شریکولو سره هيله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په دیني برخو کې خپله همکاري لا زیاته او پراخه کړي.
د ترکیې د دیني چارو مشر ویلي؛ افغانستان او ترکیه دوه اسلامي هېوادونه دي، چې ډېر مذهبي، کلتوري او نږدې مشترکات سره لري او د لا تقویت لپاره به یې په ګډه کار کوو.