د زمري ۲۴مه چې امریکايي اشغال پای ته پکې ورسېد او د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو، د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې په شانداره مراسمو ونمانځل شوه.
هېوادوالو او چارواکو د اسد ۲۴مه د افغان ولس په تاریخ کې د برم او عزت ورځ یاده کړې او ویلي یې دي، چې د الله جل جلاله په نصرت د ولس او مجاهدینو په ډیرو قربانیو منځته راغلې او د ساتنې لپاره يې باید خپل فکرونه او ځواک د اسلامي نظام په دفاع کې استعمال کړو.
دوی زیاته کړې، چې افغانستان هېڅوک نه شي اشغالولای او څوک چې افغانستان ته د یرغل په موخه راغلي بیرته يې شرموونکې ماتې خوړلې ده.
افغان ولسونه ټینګار کړی، چې موږ تل متحد یو او د هېچا یرغل او اشغال نه شو منلای.
دغه راز د اسد ۲۴ د افغانانو په تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده او خوښ یو، چې د اسلامي امارت په راتګ سره امن راغلی او امریکايي اشغال ختم شوی دی.
چارواکو ویلي: “له همدې فرصت څخه په استفادې سره د هېواد په ټولو علماء کرامو، مدرسینو، ښوونکو، طالب العلمانو او زده کوونکو غږ کوو، چې د هېواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د اقامې د لارې د پاکو شهیدانو د ارمانونو پوره کولو لپاره لستوڼي را بډ وهئ، خپلو تعلیمی دندو او مسئولیتونو ته پوره متوجه واوسئ او هڅه وکړئ، تر څو د تعلیم او ښوونې په واسطه زمونږ ګران هېواد د پرمختګ، رفاه، هوساینې، تمدن او ترقۍ تر ساحل پورې ورسوئ، د نړیوالو او ګاونډیانو له احتیاج څخه یې خلاص کړئ.”
په یادو غونډو کې مسولینو او ویناوالو په افغانستان کې د نړۍ د سترو زبرځواکونو ماتې او د افغان مېړني او شهید پرور ملت بریا د خورا سترو لاسته راوړنو څخه بللې او ټول ولس ته یې د دغې عظیمې ورځې مبارکي ویلې ده.
د دې تر څنګ په بېلابېلو ولایتونو کې ورزشکارانو هم د زمري ۲۴ مه د فتحې ورځ نمانځلې.
د یادولو وړ ده، چې د دې مراسمو په پای کې ورزشکارانو او د اسلامي امارت ځواکونو خپل رسم ګذشت، پوځي پریټ او بېلابېل نمایشات او همدارنګه مجاهدینو د تېر شل کلن جهاد پر مهال د جګړې د سختیو یوې برخې ثمثیل هم نندارې ته وړاندې کړی دی.