د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د عینو مېنې ٣٥٠ بستریز روغتون له بېلابېلو څانګو او په یاد روغتون کې له بستر ناروغانو څخه لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي وزیر د مسوولینو او روغتیايي پرسونل له لوري ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او اړونده مسوولینو ته یې د حل ډاډ ورکړ.
ښاغلي جلالی همداراز د یاد روغتون، روغتیايي کارکوونکو ته د ولس د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې او ډاډ یې ورکړ، چې د دې روغتون د روغتیايي خدمتونو کیفیت، کمیت او د روغتیایي کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې برخې ته به ځانګړې پاملرنه کويږ
د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په یاد روغتون کې ځینې اختصاصي روغتیايي برخې فعالې کړي، ترڅو د ولس اړتیاوو ته په کتو هغه روغتیايي خدمتونه چې اړین وي ترلاسه کړي.