ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت درې كلن مزل او لاسته راوړنې!

د ۱۴۰۰ لمريز كال اسد مياشتې په ٢۴مه نېټه چې د ٢٠٢١ ميلادي کال د اگست له ١۵ مې سره سمون لري، د افغانستان اسلامي امارت له شاوخوا شل كلن جهاد او مبارزې وروسته بيا ځلې کابل فتح او

عملا يې د اشغال او د هغوی د گوډاگیانو ناولی ټغر ورټول کړ.

د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو تر دې مهاله درې کاله پوره کېږي، په دې درې کلن سياسي مزل کې اسلامي امارت ډېرې لاسته راوړنې او په سیاسي، اقتصادی او اجتماعي برخو کې بېلابېل پرمختگونه لري چې ځينې مهم يې په لاندي ډول دي.

په سياسي او اجتماعي ډگر کې:

  • – د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او سراسري امنیت ټينگول
  • – عمومي عفوه اعلانول
  • – له افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسیون ایجادول (یاد کمېسیون توانېدلی چې د پخوانۍ ادارې لسگونو لوړپوړو مسؤلینو او نظاميانو ته په هېواد کې د باعزته ژوند اسانتیاوې برابرې او د مصئونیت کارتونه وركړي.)
  • – د نشه‌يي توکو د کښت تولید او قاچاق پر وړاندي جدي مبارزه
  • – د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه (هره میاشت د اسلامي امارت له روزنېزو مرکزونو څخه د سلگونو مجاهدینو او امنيتي ځواکونو فارغېدل.)
  • – د گاونډیو، سیمې او اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي اړيکو رغول او په یادو هېوادونو کې تر ۴۰ سياسي استازوليو فعالول.
  • – د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو سفرونه او کابل ته د مختلفو هېوادونو او سازمانونو د لوړپوړو مسولینو راتګ.
  • – د دوحې په درېيمه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي بریالی گدون او د بېلابېلو هېوادونو او بين المللي سازمانونو استازو ته د اسلامي امارت د برحقه دریځ مطرح کول
  • – په کابل کې د سیمه‌یزې اجماع رامنځته کولو او د مشترکو ګټو او ګډو خطرونو پر وړاندي مبارزه (د بهرنيو چارو وزارت لخوا د سيمې د هېوادونو د ځانگړو استازو غونډه.)
  • – د بندیانو چارو ته رسېدنه او د بېلابېلو مناسبتونو له امله د مستحقو کسانو عفوه کول.
  • – د حج مراسمو د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی.
  • – د ورزش برخې وده او ملاتړ (دا چاره د دې لامل شوې چې زموږ ورزشکاران د هېواد په تاريخ کې بې‌سارې ویاړونه د افغانستان په نوم کړي.)
  • – د کانکور په ازموینه کې د بشپړې روڼتیا رامنځته کول.
  • -د وزارتونو او امارتي ادارو د چارو د ارزونې په موخه د اداري کمېسيون ايجادول (یاد کمېسیون په ټولو وزارتونو او امارتي ادارو کې د چارو د اروزنې او کيفيت لوړولو په موخه دوامداره غوندي کړې.)
  • – د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ایجادول (یاد کمېسيون د موازي ادارو او تشکيلاتي پړسوب له منځه وړلو، مسلکي برخو ته د پاملرنې او د هر کال مالي پلان جوړولو په موخه متواترې غونډې کړې دي.)
  • – د خلکو د ستونزو حل په موخه په دوامداره توگه د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي غونډې او ليدنې کتنې ترسره کول.
  • – د سیاسي چارو له شننونکو او د رسنيو له مسولینو سره متواترې غونډې جوړول

په امنيتي ډگر کې:

  • – د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د سراسري بې‌ساري او ډاډمن امنیت تأمنبدل
  • – د هېواد په کچه د سیمکارتونو ثبتول (د سیمکارتونو د ثبت اجراء لړۍ هغه طرحه ده، چې هېواد کې د امنیت له خونديتوب سره مرسته کوي او دا مهال د عملي کېدو په حال کې ده.)
  • – په مرکز او ولايتونو کې د ډاډمن امنیت په موخه د امنیتي کمرو نصبول (دا مهال په زرگونو امنیتي کمرې په مرکز کابل او ولايتونو کې نصب شوې او دغه لړۍ لا هم دوام لري.)
  • – د اخترونو او عاشورا مراسمو لپاره په بې‌سارې ډول د ډاډمنې امنيتي فضاء ايجادول.

په اقتصادي ډگر کې:

  • – له خصوصي سکټور هر اړخیز ملاتړ (د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د صنعت او سوداگرۍ وزارت، سوداگرۍ خونې او اقتصادي کمېسیون سره خصوصي سکټور ته د لازمو اسانتیاو لپاره اړین گامونه اخيستي، چې دا چاره په هېواد کې د خصوصي سکټور د سترې پانگونې لامل گرځېدلې.)
  • – د سیمې له هېوادونو سره تجارتي راکړه ورکړه او ترانزيټي اړيکې پراخول، چې له امله یې د لومړنيو خوراکي موادو بيې په بې‌ساري توگه ټيټې شوې او انفلاسيون د صفر تر کچې را رسیدلی دی.
  • – په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راټولول او درملنه.
  • – د سوالگرو راټولونه او اړمنو ته یې په کور د مياشتني معاش ټاکل.
  • – د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ قوي کېدل، چې د نړیوالو ژورنالونو د سروې پر اساس يې د غوره او باثباته پولې واحد (کرنسۍ) مقام خپل کړ.
  • – له خپلو داخلي عوایدو د ملي بوديجي تصويبول.
  • – له ملي بودیجې څخه د قوش‌تیپې کانال پروژې پیلول، د لومړي فاز چارې يې په چټکۍ او بریالیتوب سره بشپړول او د دویم فاز چارې يې ۵٨٪ پرمخ وړل.
  • – د پاسپورتونو د ویش بهیر چټکوالی او د متقاضيانو د ازدحام کمولو او اسانتيا په موخه د دريو نويو څانګو پرانیستل.
  • – د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر چټکوالی ( د برېښنايي تذکرو د وېش څانګو په زياتولو سره په مرکز او ولايتونو کې ولس ته په کمه موده کې د زيات شمېر برېښنايي بېژندپاڼو وېش.)
  • – د اقتصادي زيربناوو د پياوړتیا په موخه له کانونو استفاده او د کانونو د استخراج په قراردادونو کې د روڼتیا رامنځته کول (د کانونو د استخراج په قراردادونو کې بشپړه روڼتیا رامنځته شوې او دا مهال پکې هېڅ راز فساد شتون نه لري.)
  • – د هېواد په ګمرکونو کې د اسانتياوو رامنځته کول او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد زیاتول (د هېواد په کچه په ټولو ګمرکونو کې هڅه شوې چې صادرات او واردات په چټک ډول ترسره شي، په دې موخه په وروستيو کې د پرمختلليو سکنرونو د نصبولو قرارداد هم لاسلیک شو.)
  • – د خوراکي توکو د مالیاتو راکمول او هغو دوکانونو (هټيو) ته د ماليې معافول چې په يوه کال کې تر ٢ ميليونو كم عايدات لري.
  • – د اوبو بندونو جوړول او د ډېری بندونو د برېښنا سیستم فعالول
  • – په بهرنیو هېوادونو او د هېواد په داخل کې د ملي او بين المللي نندارتونونو جوړول او له هېواده بهر په بين المللي نندارتونونو کې د گډون په موخه افغان سوداګرو ته د زمینې برابرول.
  • – د ټاپي پروژې پیل او د هغې د کاري جریان تعقیبول.
  • – د عینک د مسو كان استخراج د عملي چارو پيلول.
  • – د هرات-کابل لويې لارې د ترمیم چارو پېلول.
  • – د سالنگ تونل د لومړۍ برخې او ګالریو ترميم او د دويمې برخې چارو ته چمتووالی نيول.
  • – د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو عالي کمېسيون جوړول (دغه کمېسیون ۱۲ کمېټې لري، چې توانېدلې له گاونډیو هېوادونو څخه اجباري بېرته راستنو شويو کډوالو ته په خپلو سیمو کې د ځای پرځای کولو او مېشتېدو په موخه غوره خدمات وړاندې او دغه بهیر په ښه توگه مدیریت کړي.)
  • – هېوادوالو ته د کارپنځونې په موخه د کار ملي کنفرانس جوړول.
  • – د سترو سیمه‌ییزو پروژو، لکه: ټاپي گاز نل لیکه، کاسازر برېښنا، افغان ترانس او خواف، هرات رېل پټلۍ تخنیکي سروې ګانې بشپړېدل او د عملي چارو پيلېدل.
  • – د ټولو یتیمانو د کفالت؛ شهیدانو ، کونډو او معلولینو ته د حقوقو ورکړه.