د مالیې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخند، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي، د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالقدیر احمد او د یادو وزارتونو یو شمېر رییسانو د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ له مطبعي څخه لېدنه وکړه.
د مالیې او بهرنیو چارو سرپرست وزیرانو او مسولینو د خوندي اسنادو د چاپ، دولتي مطبعې (شرکت) له بېلابيلو برخو؛ د پرمختللو چاپي دستګاوو، عصري سیسټمونو، ماشینونو او مهمو وسائلو څخه لېدنه وکړه او د یاد شرکت د ظرفیت لوړولو په برخه کي ئي د هر ډول ملاتړ بشپړ ډاډ څرګند کړ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د هیواد په کچه یو پېژندل سوی او په عصري پرمختللو چاپي وسایلو سمبال شرکت دئ، چي د ارزښت لرونکو (بهاداره) سندونو د چاپ په برخه کي فعالیت کوي.
د مالیې او بهرنیو چارو سرپرست وزیرانو د خوندي اسنادو د چاپ له مطبعې څخه ليدنه وکړه
