د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د اوزبیکستان د ګرځندوی له وزیر امید شادیف سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي قدرت الله جمال کابل ته د نوموړي سفر تاریخي او مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یو نوی پیل یاد کړی دی.
د اوزبیکستان د ګرځندوی وزیر امید شادیف ژمنه کړې، چې ګرځندوی برخه کې به همکاري پیاوړې کړي.
نوموړي دغه راز د روان کال په نومبر میاشت کې اوزبیکستان کې د ګرځندوی په اړه د یوې غونډې د جوړولو په اړه معلومات ورکړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ته یې بلنه ورکړې، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.