د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوزبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په حضور کې پرون د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د یادو هوکړهلیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو مسولینو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.
په دغو هوکړهلیکونو کې د ۱.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې او همدا راز د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګریزې هوکړې شاملې دي، چې په پلي کېدو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ په کچه کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.