ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د هېواد دننه او بهر د سیاسي استازولیو له مسولینو سره غونډه کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د هېواد دننه او بهر د سیاسي او قونسلي استازولیو له مسولینو، د ولایتي نمایندګیو او مرکزي ریاستونو له رییسانو او کارکوونکو سره د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت جوړو شویو غونډو کې ګډون کړی.
یادې غونډې د مرکزي ریاستونو له رییسانو او کارکوونکو سره په حضوري او ولایتي نمایندګیو او بهر مېشتو استازولیو سره په آنلاین بڼه ترسره شوې.
دې غونډو کې د پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه، مصر، سعودي عربستان، قطر، کویت، چین، مالیزیا، اندونیزیا، متحده عرب اماراتو، هند او ترکیه کې د افغانستان د استازولویو مسولینو، د اسلامي همکاریو سازمان استازو او د اروپا مېشتو استازولیو مسولینو ګډون کړی وو.
مولوي امیرخان متقي په پیل کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د ټولو مسولینو کړنې او هر اړخیزې هڅې ستایلي.
ښاغلي متقي د استازولیو له مسولینو غوښتي، چې د هېوادوالو د هوساینې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي د غونډې له ګډونوالو سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د نویو پرمختګونو او لاسته راوړنو ترڅنګ د هر راز همکاریو ژمنه کړې.