ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اترا ادارې د سیمکارتونو د ثبت او راجستر نوی پرمختللی سیسټم پلی کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له لوري د سیمکارتو د ثبت او ښه مدیریت لپاره یو پرمختللی سیسټم رامنځته او پلی شوی.

د دغه سیسټم پر بنسټ ټول مخابراتي شرکتونه د سیمکارت د ثبت پرمهال د پېرېدونکي د پېژندپاڼې تائيدي د یاد سېسټم له لارې د احصايې له ملي ادارې څخه کوي.

د دې سیسټم په فعالېدو سره اوس هېڅوک نه شي کولای، چې په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي، ځکه چې یاد سیسټم د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو خرڅلاو برخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو له سېسټم سره نښلولی ده، چې پر مټ یې د برېښنایي پېژندپاڼو له مخې د پېرودونکو د پېژندنې تثبیت ترسره او د اترا ادارې له تائید وروسته هغوی ته سيمکارتونه ویشل کېږي.

د یادولو وړ ده، چې اوس‌مهال په هېواد کې ۲۵ میلیونه فعال سیمکارتونه شتون لري، چې لس میلیونه یې د برېښنايي پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوي او یاده پروسه په ډیرې چټکۍ پر مخ روانه ده.