ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر تخار ته سفر کړی

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د تخار ته رسمي سفر کړی او هلته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکامو او هدایاتو د لا ښه پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه د دغه ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره لیدنه کړې.

نوموړي په یاده لیدنه کې ویلي، چې د جهاد اصلي موخه د کفارو پر وړاندې یوازې مبارزه نه ده، بلکې د جهاد اصلي موخه د شر او فتنې له منځه وړل او ټول شرعي قوانین پلي کول دي.

ښاغلي الحنفي زیاته کړې، چې مسولین د هېوادوالو د ستونزو اورېدلو ته ژمن دي او د هر مظلوم د حق پوښتنه کوي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د وزیر په وینا؛ د اسلامي نظام د مشرتابه اطاعت او پلوي د هر مسلمان وګړي مکلفیت دی او مسولین مکلف دي، تر څو اسلامي شریعت پلی کړي او وګړي بیا پر دې مکلف دي چې د اسلامي نظام ملاتړ او اطاعت وکړي.

دغه‌راز علماء دنده لري ترڅو د منبر او محراب له لارې د حکومت او ټولنې ترمنځ ښې اړیکې را منځته کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې د شهیدانو ارمانونو او خپلو مسولیتونو ته ژمن پاتې شئ او د اوسني اسلامي نظام د دوام او پايښت په موخه هڅې وکړئ.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي شريعت پلي کول زمونږ سره کرښه ده او په یاده برخه کې د هېچ چا پروا نه کوو.

د تخار مرستیال والي ملا خان محمد حقاني د ښاغلي وزیر صاحب ورتګ ګټور بللی او ویلي یې دي، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو په پلي کولو او تر نورو رسولو کې پوره هڅه کوي.

نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په برخه کې به د محتسبینو سره بشپړه همغږي او همکاري کوي.

ورته مهال ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو د امر بالمعروف وزارت کړنو او فعاليتونو څخه د قدرداني ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تخاري ولسونه په بشپړ امنیت کې ژوند کوي، اسلامي شریعت پلی او منکرات ختم شوي او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامی امارت د عسکرو په څېر به د اسلامي نظام ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې شیخ محمد خالد الحنفي د یوې جلا لېدنې په ترڅ کې د یاد ولایت له محتسبینو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې د امر بالمعروف نهې عن‌ المنکر پر ارزښت، د محتسبینو فعالیتونو او چارو د لا ښه مخته وړلو په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې کړې دي.