ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر کندوز ته سفر کړی

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته ولاړ او هلته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو په موخه د دې ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره لیدنه کړې.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې امر بالمعروف وزارت د خلکو شکایتونه اوري او هغوی ته رسېدنه کوي، د شکایتونو اورېدلو ۱۹۱ وړیا شمېره ستاسو په چوپړ کې ده، چې له لارې یې په اسانۍ سره خپل شکایتونه ثبتولای شئ.

ښاغلي الحنفي صاحب زیاته کړې؛ د جهاد او سپېڅلې مبارزې اساسي موخه د اسلامي شریعت پلي کول و، چې یاده برخه کې د هېچا فشار نه منو.

دغه‌راز ټول امارتي مسولین د اسلامي امارت مشرتابه فرامینو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو پورې رسولو ته مکلف دي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د وزیر په وینا؛ په تېرو شلو کلنو کې افغانستان زورواکو پخپل منځ کې وېشلی و او هر یو د یوې سيمې واکدار و، خو په اسلامي نظام کې قومیت او تعصب ځای نه لري، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول یو شان حقوق لري.

ښاغلي وزیر همدارنګه له علماوو او مسولینو غوښتي، ترڅو د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې غلي پاتې نه شي او اوس په کار ده، چې په دې ډګر کې هم دښمن مات شي، نو علماء او قومي مخور باید د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په برخه د یاد وزارت له مسولینو سره بشپړه همکاري وکړي.

ورته مهال ځایي چارواکو او اوسېدونکو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ښاغلي وزیر ورتګ به خورا ډېرې مثبتې پايلې او ګټې له ځانه سره ولري او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکومونو، فرمانونو او لارښوونو پلي کولو ته ژمن دي.

دوی زیاته کړې، چې د کندوز ولایت مسولینو نه یوازې دا چې د مشرتابه فرمانونه او سپارښتنې پلي کړې، بلکې د ولسي ناستو او غونډو په ترڅ کې یې تر نورو هم رسولې دي.

هېره دې نه وي، چې ښاغلي شیخ محمد خالد الحنفي د یوې جلا ناستې په ترڅ کې د ياد ولایت محتسبینو سره هم لیدنه کړې او هغوی ته یې د کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې کړې دي.