د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان له مشر ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي سیسټم پر وضعیت او د وړاندې کېدونکو خدماتو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې چې د یونیسف سازمان د بېلابېلو برخو مسولینو شتون درلود د وړاندې کیدونکو خدماتو اړوند یې مفصل معلومات وړاندې کړي او ډاډ یې څرګند کړی، چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ لا زیاتې هڅې وکړي.
مولوي نور جلال جلالي د ولسونو لپاره د معیاري روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او د روغتیايي مراکزو د ښه تمویل او تجهیز اړوند یې اړینې سپارښتنې کړې دي.