ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت: د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه د دې وزارت د مالي او اداري چارو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیالانو او مرکزي رییسانو سره ناسته کړې.

مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسولینو ته سپارښتنه کړې، تر څو د غوره همغږۍ او په کور دننه د ټولو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

پر دې سربېره د عامې روغتیا وزیر اړوندو مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو رسولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي، ترڅو په سمه توګه د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه او غوره درملنه یې وشي.

له بل لوري د وزارت مرکزي رییسانو په هېواد کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) او ورته نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د وزارت رهبرۍ ته د اړینو تدابیرو نیولو او د اړوندو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ ډاډ ورکړی دی.