د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې سوداګرو ویلي، د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا او هېواد والو ته د کار زمینې په برابرولو کې ونډه اخیستل خپل مسولیت بولو.
یادو سوداګرو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د پخوا په څیر په بېلابېلو نومونو پیسې را څخه نه اخیستل کېږي او په هره برخه کې را سره اسلامي امارت بشپړه همکاري کړې ده.
د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد په اقتصادي ځان بسیاینه کې د سوداګرو او پانګوالو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د هېواد ډېر عوايد له سوداګرۍ او پانګونې څخه په لاس راغلي دي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د سوداګرو ترڅنګ ولاړ او له دوي سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړی، چې د افغان سوداګرو د ستونزو هوارولو لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.