ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر سمنګان ته سفر وکړ

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې سمنګان ولایت ته ولاړ او هلته یې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه د دې ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د ګذر له وکیلانو سره لیدنه کړې.

شیخ محمد خالد الحنفي په دې لیدنه کې ویلي، چې امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د هېڅ قانون حتا خپلو قوانینو پلوي نه کوي او په هر ډول کړنو لاس پورې کوي.

دغه‌راز امریکا او ملاتړو یې له هر ډول لارو چارو کار واخیست ترڅو افغان مجاهدین له جهاد څخه منع‌ کړي، مګر افغانانو د خپل ځان په قربانولو سره له شل کلنې مبارزې وروسته د جهاد ثمره ترلاسه کړه او اسلامي نظام حاکم شو.

ښاغلي الحنفي ټینګار کړی، چې اسلامي حکومت د ټولنې حکومت دی او د ټولو افغان وګړو پر مخ یې غېږه خلاصه ده.

د دې تر څنګ د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌ مهال زورواکي، قومي او ژبني تعصب ته د پای ټکی کېښودل شو.

نوموړي زیاته کړې، چې قومونه او ژبې د دې لپاره دي، ترڅو یو بل سره وپېژنو، هېڅ افغان وګړی له بل وګړي څخه هغه که د‌ هرې ژبې او قوم وي پورته نه دی. ټول افغانان سره وروڼه دي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر ویلي، چې ټول مسولین او علماء مکلف دي تر څو په ملکي او نظامي ادارو او ټولنه کې د مشرتابه له لوري صادر شوي فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلي کړي.

همدارنګه ټول علماء دنده لري، ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر له لارې د ټولنې په اصلاح کې لا ښه برخه واخلي.

ورته مهال ځایي مسولینو ویلي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي نظام د ملا د تير حیثیت لري او ټولنې ته روحي او معنوي پیاوړتیا وربخښي.

دوی ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

ښاغلي وزیر صاحب د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره هم لیدنه کړې او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.