د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور او د ۷ هغو تعدیل کړل.
د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډې ته، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او د یوې پروژې د قرارداد قېمت په اړه اړوند ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو له قراردادي شرکت سره بیاځلې مذاکرات وکړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې بادغیس ولایت کې د آبګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا د تولیدي فابریکې د یو توربین بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کول، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدماتو وړاندې کول، د بادغیس ولایت په قلعه نو ښار کې د اوبو رسولو لویې شبکې بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.