د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر رابرټ چټېرټون ډېکسن او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د برېتانیا شارژدافیر د افغانستان او برېتانیې تر منځ د اړیکو رغولو پر اړتیا او دې برخې ته د برېتانیا پر لېوالتیا خبرې کړې او ویلي یې دي، چې دوی د افغانانو د هوساینې په موخه له اسلامي امارت سره ګډ کار کوي.
ښاغلي رابرټ چټېرټون ډېکسن د اسلامي امارت او برېتانیا په ذیعلاقه موضوعاتو د بحثونو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې برېتانیا یو بسیا او هوسا افغانستان د نړۍ په ګټه بولي او له همدې امله له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.
نوموړي اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی، چې د شته ستونزو د حل لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان او برېتانیا اړیکو ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت د برېتانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبتې او رغنده اړیکې غواړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د هڅو په نتیجه کې د اداري فساد او نورو ناخوالو مخه نیول شوې او په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته شوی دی.
د رياست الوزرا کفيل او سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې ویلي، چې اسلامي امارت د شريعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي.