مولوي حمدالله زاهد د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي انورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د بېلا بېلو امارتي ادارو استازو کډون کړی و.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحدیث انورالحق انور تغیر او تبدیل او د اوامرو څخه اطاعت کول د نظام اصل یاد کړی او ویلي یې دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس مولوي حمدالله زاهد د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د مرستیال په توګه وټاکل شو، تر څو له دې وروسته د یادې برخې چارې پر مخ یوسي.
نوموړي د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت نوي مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د یاد معینیت مخکیني مرستیال ښاغلي ډاکټر عبدالباري عمر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او په اړوندو برخو کې یې هېوادوالو ته د خدمت غوښتنه ترې کړې ده.
مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ د شکر ځای دی، چې په ټول هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم دی او ټول د یو امیر د اوامرو اطاعت کوي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو نوي ټاکل شوي مرستیال د خپلو کاري برنامو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې موږ د امیرالمؤمنین حفظه الله د اوامرو څخه په اطاعت هڅه کوو، تر څو د اسلامي نظام د اصولو او قوانینو له مخې خپلو هېوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځو.