ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر: افغانستان کې د عمومي امنيت ټينګښت په تېرو ۴۰ کلو کې بې سارې دی

د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي کابل کې د جاپان له سفير ښاغلي تاکاشي اوکاډا سره لیدنه کړې.

د جاپان سفير په افغانستان کې د عمومي امنيت ټينګښت په تېرو ۴۰ کالو کې بې سارې بللی.

نوموړي د نورو موضوعاتو د يادونې تر څنګ ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د مخدره توکو، زده کړې، اقليمي بدلون، د اوبو مديريت، تاريخي اثارو، روغتيا او نورو برخو کې ښکېلتیا او د همکاريو پراختيا ته لېواله دی.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې نړېوال بايد د امنيت ټينګښت، د مخدره توکو، زده کړو، د معتادينو درملنې، روغتيايي خدماتو او نورو برخو کې پر لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړي او داسې لار اختيار کړي، چې پر مټ يې مثبتې خوا ته لاړ شو.

په پای کې پر تعامل او د همکاريو د پراختيا پر اړتيا ټينګار شوی دی.