ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کویټ له پانګوالو سره د ملا عبدالغني برادر لیدنه؛ افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په تړاو خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پخپل کاري دفتر کې د کویټ هېواد له یوشمېر پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور هم حضور درلود.

دواړو لوریو په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د کویټ هېواد پانګوالو ویلي، چې افغانستان اوسمهال د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی لېواله دي، چې دلته په مختلفو برخو پر پانګونې سربېره د سوداګرۍ په برخه کې هم فعالیت وکړي.

یادو پانګوالو زیاته کړې؛ دوی غواړي چې افغانستان کې د هغو مرستو لپاره هم یو پياوړی بنسټ جوړ کړي، چې د اسلامي هېوادونو د ملتونو له لوري ورکول کېږي.

د دوی په خبره، دغه بنسټ به له اسلامي امارت سره په همغږۍ یادې مرستې د بېوزلو افغانانو په لاس نیوي او پراختیايي برخو کې لګوي چې له امله به یې نوي کاري فرصتونه او د زېربنا په برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال افغانستان کې د کویټ هېواد د پانګوالو له پانګونې، دلته د سوداګرۍ په برخه کې له فعالیت او همدا راز په پراختیايي برخو کې د یو قوي بنسټ له رامنځته کېدو هرکلی کړی او دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت یې پوره همکاري او ملاتړ کوي.