ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فان چینا افغان شرکت افغانستان کې د کابو ۳۵۰ میلیونه ډالرو پانګونه کوي

د ریاست الوزرا کفيل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د (فان چینا افغان) د کانونو د پروسس او سوداګرۍ شرکت له عمومي ريیس فان او په افغانستان کې د دې شرکت له رییس سید حبیب شاپور سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسولینو افغانستان او نورو هېوادونو کې د دې شرکت د فعالیتونو او خدماتو په اړه د ریاست الوزرا کفيل او سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ لېواله دي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

دوی زیاته کړې، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به دا شرکت د کابو ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت افغانستان کې د برېښنا د تولید، د سیمنټو فابریکې په جوړولو او د روغتیايي سکټور په برخه کې پانګونه وکړي.

د دوی په وينا؛ موږ د مسلکي او متخصصو افرادو په درلودلو سره عملیاتي پلانونه لرو، چې ژر به په افغانستان کې پلي شي.

د یاد شرکت مسولینو افغانستان کې د پانګونې د جلب او د سوداګرو هڅولو په موخه خپل وړاندیزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر له ټولو پانګوالو او سوداګريزو شرکتونو مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې یې افغانستان نه دی هېر کړی او دلته په مختلفو برخو کې پانګونه کوي.

نوموړي په کور دننه او بهر پر ټولو پانګوالو غږ کړی، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره له بل هر وخت ښه فرصت راغلی او له دې فرصت څخه په ګټه اخیستلو دې پانګونه پکې وکړي.

د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د پانګوالو او سوداګرو تر څنګ ولاړ او د هغوی د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د ټولو مالي شرکتونو او پانګوالو ستونزو ته متوجه دی او د دوی ستونزې به پر وخت حل کړي.