د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې یادو قومي مشرانو ویلي، چې د ازرې ولسوالۍ ولسونه لکه څنګه چې په تېر شل کلن جهاد کې د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ وو، اوس هم د اسلامي نظام د پاېښت لپاره د هر راز ملاتړ ډاډ ورکوي.
دوی زیاته کړې؛ ازره ولسوالي یوه غرنۍ سیمه ده، چې وګړي یې هر وخت د سېلابونو له امله زیان ویني او په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا سېلابونو دغه سیمه سخته زیانمنه کړېده.
یادو مشرانو د سړکونو بيارغونې، روغتيايي سکټور پياوړتيا او زيانمنو کورنيو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال راغلو مخورو ته له ښه راغلاست وروسته د وروستیو سېلابونو له امله په اوښتو زيانونو خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت ته هر ولایت ځانګړی ارزښت لري او د لوګر ولایت د مجاهدینو زحمتونه او قربانۍ د هېرېدو نه دي.
مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې دغو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د سېلابونو مخنیوي او د خلکو د ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته اړینې لارښوونې وکړي.