د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس جف ګریکو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان بانک د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس نجیب الله امیري، د افغانستان بانک د خطراتو او قانون د رعایت لوی امر یاسر ذهین او د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی امریت مرستیال احسان الله منصور هم ګډون درلود.
ناسته کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ د هېواد خصوصي او بانکي سکتورونه د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړي.
صدیق الله خالد د افغانستان بانک لخوا د پیسو وینځلو او د لویو جرمونو د عوایدو څخه د مخنیوي د رژیم پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکتور د میکانیزه کولو او د انفلاسیون کابو کولو په برخه کې د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې د بېلا بېلو مقرراتو، پالیسیو او نړیوالو اصولو او معیارونو د پلي کولو په تړاو ډاډ ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان بانک وکولی شول ترڅو د افغانستان بانکي سکتور بیرته پر خپلو پښو ودروي او د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتي.
ښاغلي خالد همداراز په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په هکله د مرکزي بانک ژمنتیا څرګنده کړې او ویلي يي دي، د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکتور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ویلي، نړۍ په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکتورونو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وه.
نوموړي د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د انفلاسیون مهارولو، د نغدینګۍ د مدیریت او په غوره توګه د بانکي سکتور د اداره کولو په برخه کې د افغانستان بانک کړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده، د یادو سکتورونو د لا زیاتې پراختیا او ودې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.