د لوړو زده کړو وزارت مسولینو، نن (یکشنبه، د وږی څلورمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د لوړو زده کړو وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا د ۱۱ او ماسټرۍ د ۱۶ پروګرامونو او ۱۳ نوي پوهنځي او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د لس پروګرامونو رامنځته کول، په تېر یوه کال کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د وزارت مسولینو زیاته کړه، چې د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او اووه د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.
دغه راز د لوړو زده کړو مسولینو وویل؛ د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او یو زر او ۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.
همدارنګه دوه زره او ۲۱۲ تنه محصلین، چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې هم ارزول شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت مسولینو وویل، په تېر کال کې د اسنادو د معادلت او ارزونې په موخه، په ټولیز ډول له ۴۰ زره علمای کرامو څخه ازموینه اخیستل شوې ده.
د یاد وزارت مسولینو همداراز زیاته کړه؛ محصلینو ته د عملي زده کړو، په امارتي ادارو کې د فارغ شویو محصلینو د جذب او د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، له سکتوري وزارتونو سره د همکارۍ پریکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د نهه ساختماني پروژو، چې لابراتوارونه، څېړنیز فارمونه، کتابتونونه، کمپیوټر لبونه او درسي ټولګي پکې شامل دي، چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د شپږ ترمیماتي پروژو چارې هم دوام لري.