د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت خواجه دوکوه ولسوالۍ په دښتې ليلیې سيمه کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رییس قاري ذبيح الله حسيني او يو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.
د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، دې ولایت ته یې د سفر موخه سپينو او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو رسول دي.
مولوي محمد اسحق صاحبزاده زیاته کړې، دغه روغتیايي مرکز د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو او ورسره به د ځايي اوسېدونکو روغتيايي ستونزې تر ډېره حل شي.
همداراز د دې وزارت له لوري د یاد ولايت قوشتپې ولسوالۍ کردن کلي کې د ۱۷,۴ میليونه افغانیو په ارزښت د يوه روغتیايي مرکز د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو پرمهال کېښودل شوه.
د یادو مراسمو پرانیست وینا کې مولوي محمد اسحق صاحبزاده ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې افغان ولس ډېر زیات ځوریدلی، نو په همدې موخه اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، څو د هېوادوالو لپاره په سپينو سیمو کې د هغوی روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې او درملنې په موخه مرکزونه جوړ او روغتیايي خدمات لا پراخ کړي.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال زیاته کړې؛ دغه روغتيايي مرکز به د شپږ مياشتو په موده کې د ۱۷,۴ میليونه افغانيو په لګښت جوړ او د پینځه زره کورنیو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
ورته مهال ځايي اوسېدونکو د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو خوښي ښودلې او له روغتیايي مسولینو یې مننه کړې، چې په دغه سیمه کې یې د یو روغتیايي مرکز برخمن کړل چې پخوا یې نه درلود.