د ریاست الوزرا کفيل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې د کوټ ولسوالۍ علماوو او قومي مشرانو ویلي، افغان ولس د هر اشغال پر وړاندې په میړانه د دښمن په ماتولو کې د خپل مسلمان ورور ملاتړ کړی چې د اسلامي نظام په راوستلو کې یې هر ډول قربانۍ ورکړي او د ساتنې لپاره یې ولسونه لا ډېرو قربانیو ته چمتو دي.
ورته مهال دغو مشرانو د کوټ ولسوالۍ یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له کفيل او سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزرا کفيل او سیاسي مرستیال په تېر شل کلن جهاد کې د دې ولسوالۍ د خلکو زحمتونه ستایلي او ویلي يې دې، چې اسلامي امارت د ولس همکاري او قربانۍ نه هېروي او په همدې خاطر د ولس د سوکالۍ، پرمختګ او امنیت لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې جاري ساتي.
مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې ستونزې او غوښتنې به یې د اړونده ادارو له لوري حل شي.