د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت له اړوندو رییسانو سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې د روغتیايي سیستم د پرمختګ، له نړیوالو موسسو سره پر موثرو اړیکو، د روغتیا په برخه کې د موازي پروژو پر کیفیت او موثریت او په روغتیايي سیستم کې د شته ستونزو په نښه کولو او د حل لارو موندلو پر موندلو خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې چې د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود د خصوصي سکتور له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو پر ارزونې او څارنې هم بحث شوی، چې پر مرسته به یې له خصوصي سکتور نظارت لا پیاوړی او د کیفیت په برخه کې به موثریت ولري.