د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وياندويانو د کاري چوکاټ په اړه له دوی سره د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله د فرمان تشريحي غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه کې د چارو ادارې لوی ریيس شيخ الحديث نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي، د نشراتو معينيت وارسي کوونکي مولوي ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست ریيس مولوي رحمت الله نړيوال، د دولتي ادارو د مطبوعاتو او نشراتو ریيسانو او وياندويانو برخه اخستې وه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریيس شيخ نورالحق انور د اميرالمومنين حفظه الله فرمان په جامع ډول سره توضيح او تشريح کړ.
د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله په فرمان کې يادونه شوې ده، چې د امارتي ادارو وياندویان مکلفيت لري، د افغانستان اسلامي امارت موخې، پاليسۍ، فعاليتونه، لاسته راوړنې او نور اطلاعات د خپل کاري چوکاټ او پالیسي په نظر کې نیولو سره رسنيز او خپاره کړي.
ورپسې د مرکزي وياندويانو له لوري د فرمان اړوند پوښتنې وشوې، چې د شيخ نورالحق انور له لوري په تفصيل سره ځوابونه ورکړل شول.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي غونډې ته په خپله وينا کې وویل؛ د اسلامي امارت ټولې تګلارې او پاليسۍ په داسې ډول ترتيب شوې دي، چې عملي کول يې د دواړو جهانونو د کامیابۍ سبب ګرځي.
نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت تل اعتدال په پام کې نيولی دی، د کفري نړۍ له لوري د ډيرو سختيو سره بيا هم اسلامې امارت د معتدله پاليسۍ له امله بريالی شوی دی.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چاور د مرستیال مولوي قدرت الله جمال ویاندویانو ته توصیه وکړه، چې په تاسو لوی باور او اعتماد شوی، نو تاسو هم په کامل اخلاص سره خپلو چارو ته پاملرنه وکړئ.