د اسلامي امارت ویاند وايي؛ وروسته له هغه چې سویډن هېواد کې د الله جل جلاله د نجات بښونکي کتاب قران کریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو بښنه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د دریدو امر کوي.
مولوي ذبیح الله مجاهد زیاتوي؛ د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي، چې د یادې لارښونې د تعمیل لپاره په بېړني ډول لاس په کارشي.
د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هېوادونو څخه هم غواړي، چې د سويډن د ګستاخانه عمل په وړاندې له هغه هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.