ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر په اړوند برخه کې د ۱۴ نړیوالو موسسو له مسولینو سره د روغتیايي خدماتو پر کیفیت خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یو شمیر نړیوالو موسسو له مسولینو او استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدماتو پر کیفیت، په سپینو ساحاتو کې د روغتیايي مراکزو پر جوړولو، د موازي پروژو پر اوږدمهاله موثرو پروژو مدغم کېدنې، او د روغتیايي خدماتو اړوند له وزارت سره پر دوامداره همغږۍ خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې چې د نږدې ۱۴ نړیوالو موسسو مسولینو او استازو شتون درلود، د عامې روغتیا وزارت سره یې پر همغږۍ د تاکید ترڅنګ شته ستونزې د عامې روغتیا وزیر له وزیر سره شریکې کړې.

مولوي نور جلال جلالي د ستونزو د حل په موخه د ډاډ ورکولو ترڅنګ ولسونو ته د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ روغتیايي خدمات باید معیاري او اړمن خلک ترې په غوره شکل برخمن شي، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د خپلې داخلي بودیجې ترڅنګ له نړیوالو مرستندویه ادارو او موسسو سره هر ډول مشروع همکارۍ او دوه اړخیزې همغږۍ ته تیاری لري.